الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ – برچي د نوي نښلوونکې سړک په ګلدان کې ۴۵۰ نيالګي کېنول شول

11788.jpg (1820 × 1024)

د مورپان (۴۵۰) نيالګي چې، د فیروز کوه خیریه بنسټ له خوا د کابل ښار د زرغونتیا په موخه، کابل ښاروالۍ سره مرسته شوي وو، د زرغونتیا ریاست د کارکوونکو له خوا د کمپنۍ – برچي د نوي نښلوونکې سړک په ګلدان کې کېنول شول. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د زرغونتیا آمر احسان الله نثار له یاد بنسټ څخه مننه وکړه او ویې ویل: دغه نیالګي چې په معیاري ډول کېنول شوي دي، په دوامداره توګه به یې ساتنه او پالنه وشي. نوموړي زیاته کړه، په پام کې ده چې د دغه نوي سړک د زرغونتيا په موخه به، ډول ډول نيالګي او نور زينتي ګلونه هم کېنول شي. د دې سړک په اوږدو کې له میشتو ښاریانو څخه هیله کېږي څو د نویو کېنول شویو نیالګیو او ګلانو په ساتلو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي