د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سیندونو اقتصادي ګټې

11790.jpg (1200 × 528)

عصمت الله

سیندونه یا اوبه د یو هېواد له ملي شتمنیو څخه شمیرل کیږي، کوم هیوادونه چې په پراخه کچه اوبه یا سیندونه ولري او په اساسي توګه ورڅخه ګټه واخلي، نو هغه هیواد به له اقتصادي اړخه ډير پرمختللی وي او هیڅ ډول اقتصادي ستونزې به ونه لري. که چېرې هغو هېوادونو ته ځیر شو کوم چي په پراخه اندازه اوبه  او بحرونه لري، د هغه هېوادونو په پرتله چې بحرته لار نه لری، یعني په وچه کې پراته دي له اقتصادي له اړخه تر ډیره پرمختللي دي. دا چي زموږ ګران هیواد افعانستان ډیر لوی سیندونه لري، لکه د آمو سیند، د هریرود سیند، د هلمند سیند، د کابل سیند، د غزني سیند، او داسي نور چې، له ځينو څخه یې ګټه اخیستل کېږي، خو په هغه کچه نه چي ترې تمه کیږي. 

دسیندونو اقتصادي ګټي:

لومړی- دبریښنا د انژۍ تولید:

له سیندونو څخه کېدای شي چي د علم او ټکنالوژۍ له مخې د بریښنا په تولیدولو کي ګټه واخیستل شي، ځکه چي که یو هیواد په زیاته اندازه بریښنا ولري، نو هغه هیواد به له اقتصادي اړخه له کمو ستونزو سره مخ وي، او د وګړو په ژوند کې یې  ډیرې آسانتیاوې رامنځته کوي. بریښنا ډیرې نورې ګتې هم لري، په کوم ځای کې چې بریښنا موجوده وي هلته سوداګر او نور پانګه وال، پانګونې ته زړه ښه کوي، ځکه چي په تولیداتو کې یي لګښت کم راځي او بازار ته خپل تولیدات په ارزانه بیه وړاندې کولای شي. نو له دې څخه څرګندیږي چي، د سیندونو په شتون کې کېدای شي د بریښنا د تولید کچه لوړه او ډیری پانګوال د هیواد په د ننه کې پانګونې ته و هڅول شي چې، په پایله کې به مو په هیواد کې اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي. 

دوهم – په کرنیز سیستم کې پرمختګ: له سیندو څخه په سالمې ګټې اخیستو سره کولای شو په هغه ځایونو کې کانالونه او ویالې وکیندو کوم چې هلته په کافي اندازه اوبه نه وي، وچې دښتې وي، او په دي سره به  مو د کرنیز سیستم  پر مختګ ته لاره هواره شي.

لکه د قوشتېپې کانال چي له یوې خوا په زرهاوو هکتاره ځمکه خړوب او د کرنې لپاره یې چمتو کوي او بل خوا به  په زرهاو هېوادوالو ته دکار زمینه برابره شي.

درېیم- د کبانو (ماهیانو) د فارمونو جوړول: د سیندونو له اوبو څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شو د کبانو (ماهیانو) فارمونه جوړ کړو، ترڅو مو په هیواد کي د کبانو د تولیداتو کچه نوره هم لوړه شي، چې په پایله کې به مو له یوې خوا د خپلو هیوادوالو اړتیاوې پوره کړې وي، بل خوا به مو خپل اقتصادي وضعیت پیاوړی شي.

څلورم - د بڼونو او ځنګلونو پراختیا: د سیندونو او  نورو اوبو د ښه مدیریت په پایله کې، د ډول ډول بڼونو او ځنګلونو رامنځته کېدو او پراختیا ته ښه زمینه برابریږي، چي په دې سره هم کېدای شي  له یوې خوا د هیواد اقتصاد ته د پرمختګ لاره هواره شي، او بل خوا به د بڼونو او ځنګلونو  رامنځته کولو ته خلک وهڅول شي. 

که چېرې په هېواد کې شته ټول سیندونه او خورې ورې اوبه په غوره توګه مدیریت او کنټرول شي، نو دا امکان شته چې د هېواد  اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. د اقتصادي ودې معنی دا چې، صنعتي او تولیدي فابریکې رامنځته کیږي، چي ورسره جوخت په کارونو کې د خلکو د ګمارنې کچه لوړیږي، او د بیکارۍ ستونزه تر یوه حده پورې له منځه ځي.