د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د عدالت په پلي کېدو کې زموږ مسئولیت

11793.jpg (2500 × 1100)

پشتون امیدوار

پر انسان د کائیناتو د ستر خالق د بې  شمیره لورینو سربېره، یو بل لوی احسان او پرزوینه دا ده چې، انسان یې خپلواک خلق کړی حقوق یې ورکړي او تر څنګ یې سپارښتنه کړې چې، حق باید حقدار ته وسپارل شي، په پریکړو کې بې انصافي ونشي، هیڅ کمزوری باید د زورور د زور او ظلم ښکار ونه ګرځي، او هغه څه چې یې طبیعي حق دی ترې بې برخې نشي بلکې په سپارلو او تر لاسه کولو کې یې ورسره مرسته وشي. که لوېدلی وي راپورته دې شي، که د کوم شخص تر تهدید لاندې وي ملاتړ یې وشي، که ووایو چې عدالت ورسره وشي نو همدا به مناسبه خبره وي. دا چې عدالت څه معنی لري او کومو برخو ته شاملیږي پدې لیکنه کې پرې بحث کوو:

د عدالت معنی:

عدالت په بېلابېلو معنی ګانو سره راغلی دی، د بیلګې په ډول: په خپل ځای کې د هر شي ایښودل، د افراط او تفریط نه کول، یعنې د افراط او تفریط تر منځ د منځني حالت انتخابول، په مساوي توګه وېشل، د پریکړو (محاکمو) پر وخت له برابرۍ څخه کار اخیستل، ښه ته ښه او بد ته بد ویل. شهید مطهري  د عدالت او بې عدالتۍ کلمه، چې د انسانانو لپاره کارول کیږي پدې ډول تشریح کوي: موږ انسانان یو، د خپل ډول (انسان) هغه څوک چې نورو ته د زیان رسولو اراده نه لري، د دوی حقونه نه تر پښو لاندې کوي، د خلکو ترمنځ تبعیض نه کوي، په هغه څه کې چې د هغه په حکومت او ادارې پورې اړه لري، په بې پرې توګه له ټولو سره یو شان چلند کوي. د نورو په شخړو او لانجو کې د مظلوم ملاتړی او د ظالم دښمن دی. موږ د دا ډول سړی کړنې یو ډول کمال (یعنی عدالت) ګڼو او د هغه طریقه "د ستاینې وړ او هغه عادل" ګڼو. له بلې خوا، هغه څوک چې د نورو حقونه تر پښو لاندې کوي، د خپل واک او ادارې په ډګر کې د خلکو تر منځ تبعیض کوي، د ظالمانو او د هغوی د ظلمونو په وړاندې بې پروا دی، موږ دا ډول کړنې یو ډول عیب ګڼو.، چې دغه عمل ظلم او تر سره کوونکی یې ظالم بلل کیږي او د هغه طریقه د "غندنې" وړ ګڼو.

د عدالت کلمې د لغوي معنی څخه دغه معنی چې، په خپل ځای کې د هر شي ایښودلو ته عدالت وايي، زما په اند تر ډیره مناسبه او هر اړخیزه ده، پدې معنی چې که موږ کله د انسانانو تر منځ د حقوقو یوه برخه رانیسو او پرې بحث کوو نو دا خبره مطرح کیږي چې، د بیلګې په ډول، احمد خپل حق تر لاسه کړ، دلته لیدل کیږي چې کوم  شی یا جنس یا کوم بل څه چې د احمد حق وو، احمد ته وسپارل شو یعنې په خپل ځای کې کیښودل شوو. دغه راز که موږ په محاکمو کې د پریکړو خبره کوو او وایوو چې، محمود مجرم وپیژندل شو، دلته د محمود مجرم پیژندل عدالت ده، چې دغه هم په خپل ځای کې کیښودل شو. که د مدني حقوقو په برخه کې بحث کوو د بیلګې په ډول، د میراث په برخه کې وایوو، جاوید د خپل متوفی پلار په پاتې شوي مال کې د خپلې خور شیما په نسبت پوره او شیما نیمه برخه واخیسته، همدا عدالت ده چې د شارع لخوا ټاکل شوی ده او دلته په خپل ځای کې کیښودل شو، ځکه لوی رب (ج) وایي: هر نارینه د ښځې دوه برابره مال وړي، همداسې ډیری بیلګې موږ ذکر کولای شوو چې دغه تعریف پکې صدق کوي، ( ایښودل د یو شي په خپل ځای کې) دیته عدالت وایي. د عدالت د تطبیق او په اسلام کې یې پر اهمیت ډیر ټینګار شوی، د کائیناتو ستر خالق(ج) د النساء سورة په 58م آیت کې فرمايی. ژباړه: او کله چې د خلکو په منځ کې پرېکړه کوئ نو په عدالت سره یې کوئ، له همدغه مبارک آیت څخه د عدالت ارزښت څرګندېږي او د لوی رب (ج) سپارښتنه را په ګوته کوي چې، انسانان او په خاصه توګه پرېکړه کوونکي یعنې عدلي او قضایي برخې د عدالت عملې کیدو ته رابولي. عدالت د ژوند ټولو برخو ته شاملیږي، دا به انصاف نه وي چې موږ ووایوو عدالت یوازې پر عدلي او قضایي برخو پورې تړاو لري، بلکې موږ هر یو باید په خپلو ورځنیو چارو کې عادل و اوسو او له عدالت څخه کار واخلو. که په موږ کې څوک دوکانداري کوي خپل توکي به په لوړ قیمت نه پلورو، که ډریور اوسو د چا له مجبوریت څخه به ناوړه ګټه نه پورته کوو تر څو له هغه څخه د یوې روپۍ پر ځای لس واخلو، دغه راز که موږ د هر کسب او کار درلودونکي اوسو باید دیته پام وکړو چې، خالق تعالی موږ عدالت ته رابللي یوو او دا فکر وکړو کوم عمل چې زه  یې تر سره کووم آیا دا خو به کومه بې عدالتي نه وي!