د نهمې ناحیې اړوند ۱۸م ګذر د قلعه وزیر په نوآباد سیمه کې د کوڅې جوړولو چارې چې، (۵۱۳) متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر ۴،۵) مترو سور لري، د کابل ښاروالۍ لخوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په همکارۍ پیل او د (۶۰) کاري ورځو په موده کې به بشپړې شي. د یادونې وړه ده چې، د دغې پروژې له لارې د یو شمېر ښاریانو لپاره کاري زمینه هم برابره شوې ده
د نهمې ناحیې د قلعه وزیر په نوآباد سیمه کې د کوڅې جوړولو چارې پیل شوې