الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په ۳۸م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې

11798.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ښاري او سیمه ییزو آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د پنځمې ناحیې اړوند ۳۸م ګذر د ده عربانو په کاریز کهنه سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي  خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې. په یاده سیمه کې د کوڅو جوړولو پروژه چې، په ټولیزه توګه (۸۴۴) متره اوږدوالی او(۴) متره سور لري، د لښتیو په ګدون به د (۳) میاشتو په موده کې  په اساسي توګه بشپړه شي. له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسیدونکو د ستونزو د حل، او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه به، ورته نورې پروژې هم د ښار په بیلابیلو ناحیو کې طرحه او پلې شي