د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لومړیو مکروریانو سړک په ګلدان کې دنیالګیو او زینتي ګلانو د کېنولو چارې روانې دي

11800.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا، د شپاړلسمې ناحیې اړوند لومړيو مکروریانو ته د غځیدلو سړکونو په ګلدانونو کې د سلګونو نیالګیو او ګنډېري ګلانو د کېنولو چارې روانې دي. د شپاړلسمې ناحيې رئیس مولوي محمد عارف کمالي په دې اړه وويل: دغه نيالګي او ګلان د بي بي حاجي سرای، د ملي بس څلورلارې او لومړيو مکروريانو ته د غځېدلو سړکونو په ګلدانونو کې د دې رياست د کار کوونکو له لوري په معياري ډول کېنول کېږي تر څو د یادو سیمو ښکلا او سمسورتیا نوره هم زیاته شي. نوموړي د یادو سیمو له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې د زرغونو سيمو د ګلونو، نيالګيو او ونو په ساتنه کې د کابل ښاروالۍ له اړوندو کارکوونکو سره مرسته وکړي