د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو د سړک په ګلدان کې د ناجو ۵۵۰ نیالګي کېنول شول

11802.jpg (1820 × 1024)

د زرغونو سیمو د پراختیا او د ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د اتمې ناحیې اړوند د کارته نو سړک په ګلدانونو کې د ناجو(۵۵۰) نیالګي کېنول شول. د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني په دې هکله وویل: د زرغونو سیمو د پراختیا او ښکلا لپاره هڅې روانې دي ترڅو د یادې ناحیې په ښاري ښکلا کې ډیروالی راشي. ښاغلي عثماني د اتمې ناحیې د اوسېدونکو په استازیتوب ژمنه وکړه چې، د دې ناحیې د اوسېدونکو په مرسته به له زرغونو سیمو او ونو څخه په ښه توګه ساتنه او پالنه وکړي. ورته مهال د زرغونتیا ریاست د زرغونتیا آمر احسان الله نثار وویل: دغه (۵۵۰) نیالګي چې، د یادې ناحیې د یو شمېر اوسېدونکو له لوري مرسته شوي دي، د کارته نو تپې په سر او د لومړي سړک په ګلدانونو کې به په معیاري توګه کېنول شي. نوموړي زیاته کړه چې، ټاکل شوې ده د دغه سړک د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، نور زینتي بوټي او نیالګي هم کېنول شي