د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تهیه مسکن او سرای شمالي څلورلارو تر منځ د غځېدلي سړک د فرعي لیکو د جوړولو چارې پیل شوې

11811.jpg (1820 × 1024)

د تهیه مسکن او سرای شمالي څلورلارو تر منځ د غځېدلي سړک د فرعي لیکو د جوړولو چارې، د (۴۰) میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پیل شوې. د کار، ساتنې او مراقبت رياست د پلونو او سړکونو آمر انجنير محمد داود ځواب په دې اړه وويل: دغه فرعي سړکونه د (٩٠٠) مترو په اوږدوالي او د  پلولارو، ګلدانونو، څراغونو، د بایسکیل چلولو کرښو، تم ځایونو او د ترافیکي نښو د نصبولو په ګډون، د( ١٤،٥) مترو په سور سره د اصلي سړک دواړو خواوو ته په معیاري توګه جوړېږي چې، د سور (۶،۴) متره برخه یې دموټرو د تګ راتګ لپاره ځانګړې شوې ده. اوس مهال د نفوسو د ثبت او احوال ریاست مخې ته د دغه سړک، چې یوه برخه یې پخوا جوړه شوې ده؛ د پاتې برخې د جوړولو چارې پیل شوې او د دویمې برخې د جوړولو چارې به یې په راتلونکو ورځو کې د خنډونو له لرې کولو وروسته پیل شي. د یادونې وړ ده چې، د هغو ملکیتونو په ځانګړي توګه د سړک کين خواته هټیوالو ته چې، ملکیتونه یې تر اوسه نه دي استملاک شوي له وړاندې خبر وکړل شوی ترڅو خپلې هټې هر څه ژر خالي کړي ترڅو د دغې پروژې پلي کېدوته زمینه برابره شي. په تېرو کلونو کې د سړک دواړو خواو ته ملکیتونه استملاک شوي دي خو تر اوسه پاک شوي نه دي چې، له امله یې د یاد سړک څلور لیکې نه دي بشپړې شوې. کابل ښاروالي د دغه سړک ارزښت ته په کتو ژمنتیا لري ترڅو یې په روان کال کې د څلورو لیکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري. د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورټي او ټولنیزې ستونزې حل او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي