د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ۱۷مه ناحیه کې د فرعي سړک او کوڅې د جوړیدو چارې بشپړې شوې

11813.jpg (1820 × 1024)

د اوولسمې ناحیې د ۵م او ۳۵م ګذر اړوند سیمو کې د کوڅې او فرعي سړک جوړولو د دوو پروژو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د مسئولینو له لوري په داسې حال کې چې، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. له همدې امله په جوړو شویو مراسمو کې د اوولسمې ناحیې رئیس مولوي حبیب الحق حقاني، د یادې ناحیې مرستیال مولوي ذبیح الله نبي خیل او د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي د خپلو خبرو په ترڅ کې د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د نویو سړکونو او کوڅو ساتنې ته پام وکړي. په ۵م ګذر کې سړک او کوڅه په ټولیزه توګه (۶۲۹ ) متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر۷) مترو پورې سور،او په ۳۵م ګذر کې کوڅه او سړک په ټولیزه توګه (۶۲۲) متره اوږدوالی او له (۴،۳ څخه تر۶) مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې د جوړولو چارې د نږدې (۱۷) میلیونه افغانیو په لګښت د ( ۴) میاشتو په موده کې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته بشپړې او ورسره جوخت د سیمې د اوسېدونکو ډیری ستونزې حل شوې دي او په راتلونکې کې به ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې شي. د یادونې وړ ده چې، دغه پروژې له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري بوختیاوو او آسانتیا د رامنځته کېدو په موخه طرحه او پلې شوې دي