د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې اړوند د ۱۳م ګذر په رحمن مېنه کې د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې. دغه سړک چې (۱۵۷) متره اوږدوالی او (۱۱) متره سور لري، د لښتیو او پلو لارو په ګډون به یې د جوړولو چارې د (۴۵)کاري ورځو په موده کې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ستونزې حل او ګڼ شمېر ترانسپورټي، ټولنیزو او اقتصادي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
په اتمه ناحیه کې د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې