د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د نهمې ناحیې اړوند د ۲۷م ګذر په شش درک سیمه کې د (۹) کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې. دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۷۱۶) متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر۴) مترو سور لري، د(۵،۷ ) میلیونه افغانیو په لګښت به د (۶۰) کاري ورځو په موده کې بشپړې، او ورسره جوخت به د یادې سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمې ستونزې حل شي. د یادولو وړ ده چې، د دغې پروژې له لارې هره ورځ شاوخوا (۲۰۰) کسانو ته کاري زمینه برابره شوې ده
د شش درک سیمې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې