د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دوه ویشتمې ناحیې اړوند لومړي ګذر د بګراميو په نو آباد سيمه کې د (٨) کوڅو د جوړولو چارې پيل شوې. دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (٩٦٦) متره اوږدوالی او له (۲،۵ څخه تر ٤) مترو پورې سور لري، د جوړولو چارې به یې د (٤٥) کاري ورځو په موده کې بشپړې شي. یاده پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو د حل، او کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه پلې کيږي
د دوه ویشتمې ناحیې په لومړي ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې