الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحیې په ١٣م ګذر کې سلګونه نیالګي کېنول شول

11824.jpg (1820 × 1024)

د نیالګیو کېنولو د کمپاین په دوام د څلورمې ناحیې په ١٣م ګذر کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د یادې ناحیې د عالمانو، ګذر وکيلانو او ځوانانو په ګډون سلګونه بېلابېل ډوله نیالګي کېنول شول. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس وویل: د څلورمې ناحیې د زرغونو سیمو د پراختیا لپاره بېلابېل پلانونه تر لاس لاندې دي ترڅو په ياده ناحیه کې د ښاري ښکلا او زرغونتیا شاهدان و اوسو. نوموړي د یادې ناحیې له اوسېدونکو چې د ښار په زرغونتیا کې یې برخه اخیستې وه مننه وکړه او زیاته یې کړه: د نیالګیو کېنولو له فرصت څخه په ګټه اخیستلو به زرګونه نیالګي د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې کېنول شي. ورته مهال د څلورمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني د یادې ناحیې د اوسېدونکو په استازيتوب ژمنه وکړه چې، د یادې ناحیې زرغونو سیمو ته به پراختیا ورکړل شي. نوموړي دغه راز زياته کړه چې، د ١٣م ګذر اوسېدونکو ٦٠٠ دیوار بید او ٦٠ د ناجو نیالګي او ١٠٠ د مرسل ګلان په پروان سه سیمې د التوحید پارک د زرغونتیا په موخه چمتو او مرسته کړي دي