د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دوولسمې ناحیې په۲۲م ګذر پورې اړوند د صدراعظم په ښارګوټي کې د سړک جوړولو چارې روانې دي. دغه سړک چې، (۵۶۰) متره اوږدوالی او (۱۱) متره سور لري د(۴) میاشتو په موده کې به په اساسي توګه جوړ او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته ستونزې حل او ترانسپورټي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. د یادونې وړ ده چې، د دغې پروژې له لارې هره ورځ (۲۰۰)کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
د دوولسمې ناحیې په ۲۲م ګذر کې د سړک جوړولو چارې روانې دي