د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې اړوند سیمو کې ۵۶ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته را وګرځول شوه

11830.jpg (1820 × 1024)

د لسمې ناحیې مسئولینو د دې ناحیې اړوند د هوایي سړک په اوږدو کې د هوشمند ښارګوټي ته څېرمه، شاوخوا (۵۶) جریبه غصب شوې ځمکه بېرته را وګرځوله. د لسمې ناحیې مرستیال قاري عبدالحي شهیدزي په دې اړه وویل: یو شمېر غاصبانو او فرصت غوښتونکو کلونه وړاندې  په بېلابېلو پلمو دغه ځمکه غصب کړې وه او په هغه کې یې ناقانونه تاسیسات جوړ کړي وو چې، تر پېژندلو وروسته یې د بېرته راګرځولو به اړه اقدام وشو او اوس مهال د کابل ښاروالۍ په واک کې ده. نوموړي زیاته کړه، یاده ځمکه د کابل ښاروالۍ اړوند په یوه غیر پلاني سیمه کې پرته ده چې په راتلونکې کې به د پراختیایي پلانونو پلي کېدو ته چمتو شي. کابل ښاروالۍ د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې ژمنتیا لري او فرصت غوښتونکو او له قانون څخه سرغړوونکو ته وخت نه ورکوي ترڅو له دولتي ځمکو او عامه ملکیتونو ناوړه ګټه پورته کړي