الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښار په پارکونو او ګلدانونو کې د مرسل ګلانو د کېنولو چارې روانې دي

11835.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ښکلا د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د ښار په ګلدانونو، پارکونو او نورو مهمو سیمو کې د مرسل ګلانو د کېنولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې اړه وویل: دغه مرسل ګلان چې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست په قوریو کې روزل شوي دي، په معیاري توګه به کېنول شي او د ښاري ښکلا او سمسورتیا د رامنځته کولو په موخه به ترې په دوامداره توګه ساتنه او څارنه وشي. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه ترڅو د زرغونو سیمو په ځانګړې توګه د دغو ګلانو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ  سره مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې، په دې وروستیو کې د سالنګ واټ د سړک په ګلدان کې (۱۵۰۰)، بست څلورلارې ته د غځېدلو سړکونو په ګلدانونو کې (۳۰۰۰) او د قمبر څلورلارې له بلاکونو څخه تر کمپنۍ او له کمپنۍ سړک څخه تر برچي پورې د سړک په ګلدانونو کې د مرسل (۳۰۰) بوټي ګلان کېنول شوي دي او دغه لړۍ د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې روانه ده