الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوايي بلاکونو د سړک جوړولو چارې روانې دي

11838.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د لسمې ناحیې اړوند د هوايي بلاکونو د سړک جوړولو چارې د هوا له ښه کېدو سره سم بياځلي پیل شوې. دغه سړک چې د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر هوايي بلاکونو پورې (٩٠١) متره اوږدوالی او (۱۹،۳) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو او زرغونو سیمو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی. دغه راز د ډیزاین له مخې د سړک په اوږدو کې د زرغونو سیمو د خړوبولو لپاره د اوبو دوه زېرمې هم په پام کې نیول شوې دي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دې پروژې چارې (٧٠) سلنه مخته تللې دي او د بنسټيزو کارونو تر بشپړېدو وروسته به یې قیر چارې هم ترسره شي