د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې په لومړي او درېیم ګذر کې د زینو او کوڅو جوړولو د دوه پروژو چارې بشپړې شوې

11846.jpg (1820 × 1024)

ترانسپورټي، چاپېریالي او ښاري آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري د اوومې ناحیې په لومړي او درېیم ګذر کې د توپ تپې او د بابر بڼ شاته د کوڅو او زینو جوړولو چارې بشپړې او د اوومې ناحیې د رئیس مولوي عبدالغفور غفوري، د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د استازي او د سیمې د اوسېدونکو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دې مراسمو کې د اوومې ناحیې رئیس د ښاریانو د ستونزو د حل په برخه کې د یادو پروژو د چارو له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: له ښاري آسانتیاوو څخه په محرومو سیمو کې به ورته نورې پروژې هم پلې شي. نوموړي د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه ترڅو د یادو کوڅو او زینو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ همکار و اوسي. ورته مهال د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل: په لومړي ګذر کې کوڅې په ټولیزه توګه (۶۰۰) متره اوږدوالی او (۵) متره سور، او په همدې توګه زینې (۶۰۰) متره اوږدوالی لري. همدا راز په درېیم ګذر کې کوڅې چې، په ټولیزه توګه (۸۷۸) متره اوږدوالی او له (۴ څخه تر ۴،۵) مترو پورې سور لري، د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څه باندې (۱۶) میلیونه افغانیو په لګښت  د (۴) میاشتو په موده کې جوړې شوې دي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژو کې هره ورځ شاوخوا (۲۰۰) کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه