الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په سعادت پارک کې سلګونه زینتي بوټي کېنول شول

11859.jpg (1820 × 1024)

 د ښاري ښکلا او زرغونتیا رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د لومړي مکروریان اړوند په سعادت پارک کې دمرسل سلګونه ګلان کېنول شول. د زرغونیا ریاست د مسئولینو په وینا، په پام کې ده چې، د مکروریان سړک او له بنایي څخه د شینې تر پله پورې سړک په ګلدانونو کې د ګلانو زرګونه بوټي کېنول شي. دغه ګلان د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست په قوریو کې روزل شوي دي. اړتیا ده ترڅو ښاریان د ونو، بوټو او زرغونو سیمو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې، په دې ورستیو کې د کابل سیند په اوږدو کې د لومړي مکروریان اړوند په سعادت پارک کې له ګلانو سربېره، سلګونه ډول ډول نیالګي هم کېنول شوي دي