الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دوولسمې ناحیې په ښوونځیو کې ۳۵۰۰ نیالګي کېنول شول

11861.jpg (1820 × 1024)

د زرغونو سیمو د پراختیا او د ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه، د دوولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې دبېلابېلو سیمو په ښوونځیو کې د ناک، انار، زردآلو، مڼې، بادام، مورپان، دېواربید او ناجو(۳۵۰۰) نیالګي کېنول شول. دغه نیالګي د همکارۍ روحیې د پیاوړتیا په موخه، د خصوصي ښوونځیو له لوري چمتو شوي ؤ چې، په دولتي ښوونځیو کې کېنول شول. د دوولسمې ناحیې د زرغونتیا مدیر قاري عزت الله روحاني وویل: د کابل ښاروالۍ مسئولینو د یادې ناحیې د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، له ټولو ادارو او ښاریانو غوښتنه کړې ده، ترڅو په دې برخه کې خپل ملي او دیني مسئولیت ادا کړي