د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بېلابېلو ناحیو کې د مرسل زینتي ګلانو د کېنولو چارې روانې دي

11863.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ښکلا او سمسورتیا د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د مرسل زینتي ګلانو د  کېنولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل د کمپنۍ سړک په ګلدان او نوروز پارک کې د یادو ګلانو د کېنولو پر مهال وویل: دغه ګلان  د زرغونتیا ریاست په قوریو کې روزل شوي دي چې، په معیاري توګه به کېنول شي. نوموړي له ټولو ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د نیالګیو، ونو او زرغونو سیمو د ساتنې په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي؛ ځکه د زرغونتیا ریاست کارکوونکي په یوازې توګه نشي کولای د کابل ښار د ټولو زرغونو سیمو ساتنه او پالنه وکړي