الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قلعه شانان نښلوونکي سړک د خاورې لېږدولو او کېندنو چارې روانې دي

11876.jpg (1820 × 1024)

د قلعه زمان خان له شپېته متره سړک څخه د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د قلعه شانان نښلوونکي سړک د خاورې لیږدولو او کېندنو چارې روانې دي. دغه مهم نښلوونکی سړک چې، دولسمه او نولسمه ناحیه یو له بل سره نښلوي، ټاکل شوې ده د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناو ریاست د ډیزاین له مخې  د (۲۱۰۳) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د یوه کانال په ګډون په روان کال کې جوړ شي. ورته مهال د دې سړک په اوږدو کې د (۵۲) استملاکي ملکیتونو د پاکولو چارې هم روانې دي چې، مالکانو ته به یې د استملاک قانون له مخې بدیل حقونه ورکړل شي. د دغه سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د کابل- جلال آباد سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او بل خوا به د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته شي