د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د کوڅو جوړولو ۴ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

11878.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې د ۱۹، ۲۰، ۲۱ او ۲۵م ګذر اړوند په قلعه واحد، د وردګ بابا جومات شاته، سرای هراتي او غازي محمد جان خان ښارګوټي سیمو کې د کوڅو جوړولو (۴) پروژې بشپړې او د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د پنځمې ناحیې د سرپرست حکمت الله حقمل او د سیمې دیوشمېر اوسېدونکو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم رئیس په دې اړه وویل: دغه پروژې له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري بوختیاوو او آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته طرحه او پلې شوې. نوموړي د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې، د نویو جوړو شویو کوڅو ساتنې ته پام وکړي ترڅو  یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي. په ۱۹م ګذر کې کوڅې (۱۷۶۲) متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر ۴) مترو پورې سور، په ۲۰م ګذر کې کوڅې (۱۳۸۵) متره اوږدوالی او له (۳،۵ څخه تر۴) مترو پورې سور، په ۲۱م ګذر کې کوڅې (۱۵۳۵) متره اوږدوالی او له (۲،۵ څخه تر ۴،۵) مترو پورې سور، او په ۲۵م ګذر کې کوڅې (۱۵۰۰) متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر۴) مترو پورې سور لري چې، په ټولیزه توګه د (۴۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶ ) میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې شوې. د یادونې وړ ده چې، په یادو پروژو کې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه