د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ له خوا د ارغوان ګلانو دکېنولو او ویشلو کمپاین پیل شو

11882.jpg (1820 × 1024)

د ښاري سیمو د ښکلا او زرغونتیا په موخه، د کابل ښاروالۍ لخوا د دویمې ناحیې اړوند د آسمايي (تلویزیون) غره په لمنو کې د ارغوان ګلانو د کېنولو او وېشلو کمپاین، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري د د غه ګل د لومړني بوټي په کېنولو سره په داسې حال کې چې، د دې ادارې یو شمېر رئیسانو، سیمه ییزو مشرانو او ځوانانو يې ملتیا کوله پیل شو. د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال په دې اړه وویل: په تاريخي رواياتو کې د کابل ښار له ارغواني غرونو او تپو یادونه شوې خو د وخت په تېرېدو او بېلابېلو دلایلو  اوس هغسې نه دي پاتې او خپله ارغواني ښکلا یې له لاسه ورکړې ده. نوموړي زیاته کړه: کابل ښاروالي غواړي په دې نوښت سره یو ځل بیا دغه تاريخي ارزښت را ژوندی کړي څو د کابل ښار ښکلا نوره هم زیاته شي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د خلکو د همغږۍ چارو رئیس قاري انعام الله قاضي زاده او د دویمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالرحیم محمدي هم په خپل وار خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې، د کابل ښار د سمسورتیا او زرغونتیا لپاره به لا ډیرې هلې ځلې کوي. د یادې سیمې د هر کور مالک ته له یوه تر پنځو د ارغوان نیالګي ووېشل شول او له دوی ژمنه واخیستل شوه چې، له دغو کېنولو شويو ګلانو څخه به په سمه توګه ساتنه او څارنه کوي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د ارغوان (١٠) زره نیالګي چمتو کړي چې، له دې جملې څخه یې د ناجو (١٠٠)  نیالګیو په ګډون (۳۰۰۰) د ارغوان ګلان د آسمايي ( ټلويزيون) غره اوسېدونکو ته دکېنولو لپاره ووېشل شول