د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څارندوی بلاکونو او قلعه نجارها اړوندو سیمو کې د مرسل زرګونه زینتي ګلان کېنول شول

11884.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري، د څلورمې ناحیې اړوند څارندوی بلاکونو ته مخامخ د سړک په ګلدان او د یوولسمې ناحیې اړوند د قلعه نجارها په بېلابېلو سیمو کې د مرسل زرګونه زینتي ګلان کېنول شول. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د مسئولینو په وینا؛ د کابل ښار د ښکلا او د زرغونو سسیمو د پراخولو په موخه، اوس مهال په وزیر آباد پارک، د سرسبزي څلورلارې، سلطان محمود غزنوي، د تایمني پروژې او د خیرخانې مېنې د (ج) برخې د سړکونو په ګلدانونو، سید الناصري پارک او د مریم لیسې  سړک په اوږدو کې د زروګونو زینتي ګلانو د کېنولو چارې روانې دي. دغه ګلان د زرغونتیا ریاست د کارکوونکو له لوري د یادو سیمو د ښکلا په موخه، په معیاري توګه کېنول کیږي. هیله ده چې ښاریان د دغو ګلانو او نورو زرغونو سیمو په ساتنه او پالنه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي