الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې اړوند د قلعه عین الله په سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې

11886.jpg (1200 × 675)

ښاریانو ته دترانسپورټي او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د شپږمې ناحیې اړوند د ۲۱م ګذر په قلعه عین الله سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۱۰۲۸) متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر ۳،۵) مترو پورې سور لري، د لښتي په ګډون به یې د جوړولو چارې د کابو (۳) میاشتو په موده کې بشپړې شي. د دغو کوڅو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو موسمي ستونزې حل او ګڼ شمېر ښاري آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده