د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پُل سوخته - پُل سرخ سړک په اوږدو کې د موټرو د تګ راتګ یوه پله د جوړولو چارې پیل شوې

11893.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د درېیمې او شپږمې ناحیې اړوند د پُل سوخته- پُل سرخ سړک په اوږدو کې د کابل سیند دپاسه د موټرو د تګ راتګ یوه پله د جوړولو چارې پیل شوې. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د پلونو او سړکونو آمر انجنیر محمد داود ځواب په دې هکله وویل:د موټرو د تګ راتګ لپاره دغه پُل چې، (۳۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له لوري  په معیاري توګه ډیزاین شوی او په دوه لیکو کې به د روان کال په بهیر کې جوړ شي. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناو ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ ټاکل شوې ده چې، د ماستر پلان له مخې د پُل سوخته- پُل سرخ سیمو په اوږدو کې د (۹۰۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د یوه نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې هم په نږدې راتلونکې کې پیل شي. د دغه پله او سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته او ورسره جوخت به د برچي عمومي سړک، د کارته چهار (۳۰) متره، ګولايي دواخانه، او کوټه سنګي په سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي. د یادونې وړ ده چې، د یاد سړک په اوږدو کې د یو شمېر استملاکي خنډونو د پاکولو چارې څه موده وړاندې پیل شوې دي او په راتلونکو ورځو کې به یې د پاتې برخې خنډونه هم پاک شي