الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په اتمه ناحیه کې له غصب را ګرځول شوې سيمې به په معیاري توګه زرغونې شي

11896.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروالۍ د اتمې ناحیې اړوند په سیدنور محمد شاه مېنه او د کارته نو د درېیم سړک په سیمو کې له غصب څخه د راګرځولو شویو ځمکو د زرغونولو په اړه اقدام کړی دی. دغه ځمکې چې شاوخوا (۱۰۰۰) متر مربع مساحت لري، ډېر  ژر به یې د زرغونتیا او ښکلا په اړه اقدام وشي. کلونه مخکې په دغو ځمکو کې د شخصي ګټو په موخه، د یو شمېر فرصت غوښتونکو او غاصبانو له لوري ناقانونه تاسیسات جوړ شوي وو  چې، د کابل ښاروالۍ له لوري له غصب څخه تر بېرته راګرځولو وروسته ویجاړ او پاک شوي دي. کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري ترڅو د ماسټر پلان له مخې هغه سیمې چې، له غصب څخه بېرته راګرځول کېږي د زرغونتیا او ښکلا په اړه یې اقدام وکړي. له ټولو ښاریانو غوښتنه کیږي چې، د زرغونو سیمو د غصب په صورت کې د اړونده ناحیې له لارې کابل ښاروالۍ ته خبر ورکړي او له دې خدماتي ادارې سره دې مرسته وکړي