د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې دکوڅو او لښتي جوړولو د ۳ پروژو چارې بشپړې شوې

11911.jpg (1820 × 1024)

ښاري او ترانسپورټي آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه، د شپږمې ناحیې د ۲۸م او ۳۱م ګذر اړوند په قلعه بهادرخان، قلعه مسلم او جبارخان سیمو کې د کوڅو او لښتي جوړولو د (۳) پروژو چارې بشپړې او یادې ناحیې د رئیس عبدالخالق بدر، د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست له پروژو څخه د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي، د سیمې دیو شمېر اوسېدونکو او مشرانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د شپږمې ناحیې رئیس په خپلو خبر کې وویل: دغه پروژې د ښاریانو د ستونزو د حل او دکاري بوختیاوو د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته طرحه او په بنسټیزه توګه پلې شوې. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د دغو نویو جوړو شویو کوڅو ساتنې ته پام وکړي ترڅو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي. په قلعه بهادرخان سیمه کې کوڅې د لښتي په ګډون (۶۹۵) متره اوږدوالی او له (۴ څخه تر ۵،۸) مترو پورې سور، په قلعه مسلم سیمه کې د کوڅو جوړولو پروژه د استنادي دیوالونو په ګډون (۱۰۱۴) متره اوږدوالی او(۴) متره سور د موټر تک راتک یوه پل، او په جبارخان سیمه کې د لښتي جوړولو پروژه (۱۲۲۱ ) متره اوږدوالی او (۵۰ په ۵۰) سانتي کې مقطع لري چې، چارې یې په ټولیزه توګه د (۲۷) میلیونه افغانیو په لګښت، د (۴) میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې شوې دي