الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له غصب څخه د بېرته راګرځول شوې ځمکې د زرغونتیاپه اړه اقدام وشو

11921.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې مسئولینو د یادې ناحیې اداري ودانۍ ته څېرمه د یوې غصب شوې سیمې له بېرته راګرځولو وروسته د هغې د زرغونتیا په اړه اقدام وکړ. د یادې ناحیې مرستیال مولوي سراج الدین په دې اړه وویل: دغه زرغونه سیمه چې، (۸۳۳) متر مربع مساحت لري او دې ناحیې ته څېرمه پرته ده، په تېرو کلونو کې د یو شمېر فرصت غوښتونکو او غاصبانو له لوري د شخصي ګټو په موخه غصب شوې وه. کابل ښاروالي ژمنتیا لري چې، په کابل ښار کې غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي او د ښکلا او زرغونتیا په اړه یې اقدام وکړي. د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې سلګونه زرغونې سیمې بېرته راګرځول شوې او د زرغونتیا په اړه یې اقدام شوی. د یو بل خبر له مخې: د یادې ناحیې اړوند د خواجه بغرا درې لارې له سړک څخه تر پروان هوټل پورې د سړک په ګلدان کې د مرسل (۱۵۰)  زینتي ګلان د زرغونتیا ریاست له لوري کېنول شول چې، په دوامداره توګه به یې ساتنه او پالنه وشي