الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې په چهل دختران پارک کې د مرسل ۳۵۰۰ زینتي ګلان کېنول شول

11927.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ښکلا او زرغونو سیمو د پراختیا  په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د دیارلسمې ناحیې اړوند په چهل دختران پارک کې د مرسل ۳۵۰۰ زینتي ګلان کېنول. د یادې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد وویل: د دې پارک د ښکلا او زرغونتیا په موخه، له زینتي ګلانو سربېره، سلګونه نیالګي هم کېنول شوي ترڅو د یادې ناحیې د اوسېدونکو د تفریح لپاره په یوه مناسب تفریحي ځای بدل شي. دغه زینتي ګلان او نیالګي چې د زرغونتیا ریاست د کارکوونکو له لوري په معیاري توګه کېنول شول، په دومداره توګه به یې ساتنه او پالنه وشي. د یادونې وړ ده چې، د غه پارک د دیارلسمې ناحیې اړوند د چهل دختران د غره په لمنو کې جوړ شوی او شاوخوا (۸۰) جریبه مساحت لري