د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې په ۱۴م او ۲۴م ګذر کې د کوڅو جوړولو دوه پروژې بشپړې شوې

11931.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته دښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د اوومې ناحیې د ۱۴م او ۲۴م ګذر اړوند د ملا بزرګ او تخنیکم شاته سیمو کې د کوڅو جوړولو د دوو پروژو چارې بشپړې او د یادې ناحیې د رئیس مولوي عبدالغفور غفوري، د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د استازي او د سیمې د یو شمېراوسېدونکو او مشرانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د اوومې ناحیې رئیس وویل: دغه پروژې له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري بوختیاوو او آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پلې شوې او په راتلونکې کې به هم ورته نورې پروژې هم پلې شي. نوموړي  د سیمې له اوسېدونکي غوښتنه وکړه  چې، د نویو جوړو شویو کوڅو ساتنې ته پام وکړي ترڅو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي په خپلو خبرو کې وویل: په ۱۴م ګذر کې کوڅې په ټولیزه توګه (۱۰۱۰) متره اوږدوالی او له(۳،۵څخه تر۶) مترو پورې سور او په ۲۴م ګذر کې کوڅې په ټولیزه توګه (۱۰۵۰) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري چې، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د (۱۷،۶) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶) میاشتو په موده کې جوړې شوې دي