الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په ۱۲م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي

11942.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنځمې ناحیې اړوند د ۱۲م ګذر په کاشف سیمه کې د (۶) کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۹۰۴) متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر۶) مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون به یې چارې د نږدې دوه میاشتو په موده کې بشپړې او ورسره جوخت به د یادې سیمې د اوسېدونکو ښاري او چاپېریالي ستونزې حل او ګڼ شمېر آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده