د کابل ښاروالۍ له لوري د دوه ویشتمې ناحیې اړوند له بت خاک څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د بنسټیزو چارو، خاورې لیږدولو او کېندلو چارې روانې دي ترڅو د یاد سړک جوړولو ته زمینه برابره شي. ټاکل شوې ده دغه مهم نښلونکی سړک چې، (۱۳۲۵) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري،د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د (۷۶) میلیونه افغانیو په لګښت په بنسټیزه توګه جوړ او ورسره جوخت به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. شي. دغه سړک د ښاروالۍ د زیربنا ریاست له خوا له فني او تخنیکي مطالعاتو وروسته د نني عصر له معیارونو سره سم ډیزاین شوی دی
له بت خاک څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو په موخه د خاورې لیږدولو او کېندلو چارې روانې دي