د لسمې ناحیې اړوند د هوايی بلاکونو سړک د بنسټيزې برخې د جوړولو په چارو کې د پام وړ پرمختګ شوی او ډیر ژر به یې د قیر کولو چارې پیل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ د دې پروژې د چارو په ترسره کولو کې د ځنډ رامنځته کېدو لامل، موسمي بارانونه وو چې، د هوا له ښه کېدو سره سم یې چارې بیا ځلي پیل شوې. دغه سړک د هوايي ډګر له واټ څخه تر هوايي بلاکونو پورې(۹۰۱)متره اوږدوالی او (۱۹،۳) متره سور لري چې، د لښتيو، پلو لارو او زرغونو سیمو په ګډون به جوړ شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجینران د دې پروژې د کار دکیفیت او له بېلابېلو پړاوونو څخه فني او تخنیکي څارنه ترسره کوي، تر څو دغه پروژه په ټاکلي وخت بشپړه شي
د هوايي بلاکونو سړک به ډېر ژر قیر شي