الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي

11955.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د (۲۵۲۰) مترو په اوږدوالي او (۶۰)مترو په سور سره، د اوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست د معلوماتو له مخې؛ د مزار هډې له لوري د کوتل پر لور اوس مهال په څلورو لیکو کې چې، دوه یې اصلي او دوه نورې یې فرعي دي، د دغه سړک د خاورې لیږدولو، کیندلو او د پاتې خنډونو د پاکولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو کابو (۲۰) میاشتو پورې په بنسټیزه توګه جوړ شي. د کابل ښار د معیاري او اقتصادي ودې او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې دغه پروژه خورا ارزښت لري. د کوتل سړک دویمه برخه د لښتیو، پلولارو، استنادي دیوالونو، تمځایونو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون جوړیږي. د خیرخانې کوتل سړک د کابل له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کیږي چې، کابل د هېواد له ۱۴ شمالي ولایتونو سره نښلوي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالۍ د یاد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې تېر کال پیل کړې وې او ټاکل شوې ده چې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته  یې وسپاري