د ۱۵ مې ناحیې اړوند د هنګرها له څلور لارې څخه د قصبې تر سړک (میرزا عبدالقادر بیدل) سړک پورې د نوي نښلونکي سړک د جوړولو کارونه جریان لري. دغه سړک چې (۱۸۹۰) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري، پلې لارې، لښتي، کانالونه،د بایسکل چلولو کرښې،ګلدانونه، تمځایونه،د څراغونو او کرښو اچول پکې شامل دي. اوس مهال د سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو او د خنډونو لرې کولو چارې روانې دي. د یادونې وړ ده چې، دغه سړک به د کابل ښاروالۍ له داخلي عوایدو څخه د (۱۷۵،۵) میلیونه افغانیو په لګښت د روان کال په بهیر کې په معیاري او اساسي بڼه جوړ شي
د هنګرها له څلورلارې څخه د قصبې تر سړک پورې د نوي نښلونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي