الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

11970.jpg (1820 × 1024)

 د نهمې ناحیې اړوند د هوایي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک د (کابل- جلال آباد سړک) پورې، د (۲۷۹۴) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه سړک د جوړولو چارې چې، دوه اصلي او دوه فرعي لیکې لري د (۴۰۷) میلیونه افغانیو په لګښت به د کابو (۲۰) میاشتو په موده کې بشپړې شي. د یاد سړک د جوړولو چارې به په ټاکلي وخت او په ښه کیفیت ترسره او په بشپړیدو سره به یې تر څېرمه سړکړنو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي. د یادولو وړ ده چې، اوس مهال ددغه سړک په اوږدو کې د شته خنډونو په پاکولو کار روان دی