د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنځلسمې ناحیې اړوند د مرجان ښارګوټي په سیمه کې د (۴۰۰) مترو په اوږدوالي او (۷) مترو په سور سره د سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د سړک جوړولو سربېره، د لښتي جوړول هم شامل دي، چې (۵۰)سلنه چارې یې پرمخ تللې دي او د کابو یوې میاشتې په موده کې به بشپړې شي