الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې په ۴م ګذر کې د یوې کوڅې دجوړولو چارې روانې دي

11977.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ٢٢مې ناحيې اړوند د۴م ګذر د قلعه رهباز په سيمه کې د (٧٠٠) مترو په اوږدوالي او د (٤،٣) مترو په سور د یوې کوڅې د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا، د کوڅې جوړولو دغه پروژه چې، د لښتي جوړول هم پکې شامل دي، تر دې دمه (۳۰) سلنه مخته تللې او د کابو دوو میاشتو په موده کې به په  اساسي ډول بشپړه شي. د دغې پروژې له لارې له یوې خوا یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې او له بلې خوا به یې په بشپړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې شي