د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د درېیمې ناحیې اوسېدونکو ته د ارغوان ۱۸۰۰ نیالګي وویشل شول

11979.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار شاوخوا غونډیو او غرونو د بيا ښکلا او زرغونتیا په موخه، د کابل ښاروالۍ زرغونتیا رياست د درېيمې ناحيې اړوند د کارته سخي سيمې پر اوسېدونکو د ارغوان (١٨٠٠) نيالګي وويشل. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان په دې هکله وویل: د کابل ښار دلا زرغونتیا او ښکلا په موخه، موږ غواړو په خپل دې نوښت سره  د دې ښار تاریخي ارزښتونه بیا را ژوندي کړو. نوموړي زیاته کړه: د کارته سخي په سیمه کې د کورونو له مالکانو څخه د ژمنې له ترلاسه کولو سربېره، دوی ته له (۱ څخه تر ۵) د ارغوان نیالګي ویشل شوي ترڅو یې په سمه توګه ساتنه او پالنه وکړي. کابل ښاروالۍ دزرغونتیا ریاست اړوند قوریو له لارې (۱۰) زره د ارغوان نیالګي چمتو کړي چې، (۱۸۰۰ ) یې د کارته سخي په سیمه کې ویشل شوي دي. باید یادونه وشي چې، ارغوان ګل د کابل له اقلیم سره سمون لري او د اوبو له کمښت سره سره بیا هم وده کوي، اوږد ژوند او ځانګړې ښکلا لري، او پاڼې یې د هوا په پاکولو کې خورا ګټورې دي