الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په اتمه ناحیه کې د یوې زرغونې سیمې د جوړولو چارې پیل شوې

11981.jpg (1820 × 1024)

د ښاري سیمو د زرغونتیا په موخه، د اتمې ناحیې شپږم ګذر اړوند د سیدنور محمد شاه مېنې په سیمه کې د یوې زرغونې سیمې د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا او د سیمې د اوسېدونکو په مرسته  پیل شوې. د اتمې ناحيې رئیس مفتي روح الله عثماني په دې اړه وويل: دغه سیمه چې شاوخوا (٥٠٠) متره مربع مساحت لري او پخوا ګرځنده پلورونکو ترې شخصي ګټه پورته کوله، اوس یې تر پاکولو وروسته د ښکلا او زرغونتیا په اړه اقدام شوی ده. دغه راز د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستيال سراج الدين پټان وويل: هغه سیمې چې زرغونتیا ته اړتیا لري؛ د ښاریانو په مرسته به یو په بل پسې په معیاري او اساسي توګه ښکلې او زرغونې شي. د يادونې وړ ده چې، د یادې سيمې د زرغونتيا په موخه به، (۵۰۰) د مرسل ګلان، (۴۰۰) د مورپاڼ او (۴۵۰) د ناجو نيالګي کېنول شي