ټولنیزو او ترانسپورتي آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د اوومې ناحیې په ۲۹م او ۳۰م ګذر چهلستون سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دا کوڅې په ټولیزه توګه ۶۴۰ متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون به یې چارې تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې بشپړې شي. د دې کوڅو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ستونزې حل شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
په چهلستون سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي