د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

حضوري چمن ته مخامخ د سړک منځ ګلدان د رغولو چارې پیل شوې

11996.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ښکلا رامنځته کولو او د ښاري سیمو د زرغونتیا په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا د اتمې ناحیې اړوند د منار نجات سیمې څخه د شاه شهید سړک په لوري د سړک منځ ګلدان د رغولو چارې د یو شمېر ښاریانو په مرسته پیل شوې.  د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني په دې اړه وويل: پخوا يو شمېر ګرځنده پلورونکو په خپلو ناقانونه کړنو سره د دې ګلدان ښکلا له منځه وړې وه. ښاغلي عثماني زیاته کړه: د ښاري نظم د ټینګښت او د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه هڅې روانې دي، تر څو ښاري ښکلا  رامنځته او د ټولو ښاریانو لپآره د هوساینې زمینه برابره شي. د دغه ګلدان د زرغونتیا او ښکلا ، او د ترافیکي بهیر د تنظیم په موخه، د ډول ډول نیالګیو او زینتي ګلانو له کېنولو سربیره ، کټارې هم جوړې او نصب کېږي