د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د سړک او کوڅو جوړولو پروژې بشپړې شوې

12001.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته دښاري او سیمه ییزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د دیارلسمې ناحیې د ۵، ۶، ۳۰، ۳۷ او ۶۳م ګذر اړوند په چتګر، قلعه صابر، آسیاب بیني، ولیعصر او عرفاني ښارګوټو کې د سړک او کوڅو جوړولو پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد د یادو سیمو له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د نویو جوړولو شویو سړکونو او کوڅو ساتلو ته پام وکړي ترڅو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي. نوموړي زیاته کړه: دغه پروژې ښاریانو ته د آسانتیاوو او کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه پلې شوې. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل: په ۵م او ۶م ګذر کې کوڅې په ټولیزه توګه (۱۰۸۷) متره اوږدوالی او له (۲،۵ څخه تر۴) مترو پورې سور، په ۳۰م ګذر کې سړک او کوڅه په ټولیزه توګه (۷۰۰) متره اوږدوالی او له ( ۳ څخه تر۶) مترو پورې سور، او په ۳۷م ګذر کې کوڅې (۵۶۰) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون په بنسټیزه توګه جوړې شوې دي.  دغه راز په ۶۳م ګذر کې د عمومي کوڅې جوړولو پروژه (۱۵۴۰) متره اوږدوالی او له (۳،۵ څخه تر۶) مترو پورې سور لري چې د جغل په کارولو سره جوړه شوې او د (۶) کوچنيو پلونو او د لښتیو جوړول هم پکې شامل دي. د یادونې وړ ده چې، یادې پروژې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د(۳۴،۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶)میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي