د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې د کېندلو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي

12005.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري له دارالامان ماڼۍ څخه د ګل باغ ترپله پورې د (۳۲۰۰) مترو په اوږدوالي او (۳۳) مترو په سور سره د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې د کېندلو، خنډونو پاکولو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ په اوومه ناحیه کې دغه مهم نښلوونکی سړک چې، لښتي، ګلدانونه، پلې لارې، د بایسکل چلولو لیکې، د روښنایۍ څراغونه او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم پکې شاملې دي؛ د (۱۴) میاشتو په موده کې به په بنسټیزه توګه بشپړ شي. دغه سړک چې د کابل لوېدیځ له سویل سره نښلوي په راتلونکې کې به د شلمې ناحیې اړوند د کابل- لوګر تر سړک پورې دوام ومومي. یاد سړک د کابل ښار یو له مهمو سړکونو څخه بلل کیږي چې، په جوړېدو سره به یې د کابل ښار اقتصادي او معیاري ودې ته زمینه برابره شي