د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوولسمې ناحیې په ۵۰م ګذر کې د دوو فرعي سړکونو د کانکریټ چارې روانې دي

12009.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوولسمې ناحیې اړوند ۵۰م ګذر د سولې په ښارګوټي کې د دوو فرعي سړکونو د کانکرېټ چارې روانې دي او په پام کې ده چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به بشپړې شي. د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه فرعي سړکونو په ټولیزه توګه (۵۷۰) متره اوږدوالی او (۶) متره سور لري چې، د لښتیو او کوچنیو پلونو په ګډون به جوړ او ورسره جوخت به د سیمې اوسېدونکو پر وړاندې شته ستونزې حل او ترانسپورتي آسانتیاوې به ورته رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، د دغې پروژې له لارې یوشمېر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده