الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قرغې سړک د جوړولو او پراختیا بنسټیز کارونه پیل شول

12015.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د قمبرڅلورلارې له بلاکونو څخه تر څلوېښت متره سړک پورې د قرغې سړک د جوړولو او پراختیا چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو  ریاست د معلوماتو پر بنسټ: د قرغې سړک د پراختیا او جوړولو چارې ۵۶۰ متره اوږدوالی لري چې، یوې خوا ته يې ۱۸ او بلې خوا ته ۱۲ متره سور لري او د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به روان کال جوړ شي. د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په جوړېدو سره به کمپنۍ سیمې ته د شمال- لودېځ په نښلوونکي سړک راتلونکي په اسانۍ سره ولاړ شي او ترڅنګ به یې په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کموالی راشي