د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د نهمې ناحیې د څلورم (ب) ګذر اړوند د هوتخیلو سیمې اوسېدونکو د ناجو (۲) زره نیالګیو په چمتو کولو او کېنولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته. د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان د دوی له دې نیک احساس څخه مننه وکړه او ویې ویل: د نهمې ناحیې د زرغونو سیمو د پراختیا په برخه کې بېلابېل پلانونه د پلي کېدو په حال کې دي ترڅو، د یادې سیمې اوسېدونکي د ښاري ښکلا او زرغونتیا شاهدان و اوسي. ښاغلي پټان زياته کړه چې، د نهمې ناحيې په بېلابېلو سيمو کې زرګونه نيالګي کېنول شوي او له فرصت څخه په ګټې اخيستو د نيالګيو ايښودلو لړۍ لا هم دوام لري. د یاد ګذر د اوسېدونکو له مرستې سربېره، د زرغوتیا ریاست له لوري د مرسل (۹۰۰) زینتي ګلان هم په یاد ګذر کې کېنول شول او ټاکل شوې ده چې، د ناجو (۳۰۰) نور نیالګي او (۵۰۰) د مرسل ګلان د څلورم ګذر اړوند نورو سیمو کې کېنول شي. ورته مهال د نهمې ناحیې د ګذر وکیلانو شورا رئیس ملا مروت ابراهیمي د یادې ناحیې د اوسېدونکو په استازیتوب د نیالګیو د خړوبولو او ساتلو ژمنه وکړه او ویې ویل: هغه سیمې چې، د زرغونتیا وړتیا ولري د کابل ښاروالۍ له زرغونتیا ریاست سره په همغږۍ به ښکلې او زرغونې شي
د نهمې ناحیې د څلورم(ب) ګذر اوسېدونکو د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته