د شپږمې ناحیې د ۲۴م ګذر اړوند په عباس قولي سیمه کې د (۹۱۳) مترو په اوږدوالي او له (۳ څخه تر۵) مترو په سور سره د (۹) کوڅو د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې او ټاکل شوې ده چې، تر راتلونکو (۴) میاشتو پورې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. .د یادو کوڅو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته ستونزې حل، ټولنیزو او ترانسپورټي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي
د شپږمې ناحیې په ۲۴م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې